IQNA

د باکسنګ اتل خدای بخښلي محمد علی  لمسی له اسلام او قرآن سره ګروهمن شوی دی

7:31 - December 16, 2023
د خبر لمبر: 3488426
ایکنا نیوز – د باکسنګ نړیوال اتل  او خدای بخښلي محمد علی کلی  لمسی او  رزمی هنرونو  بارز او کشتي ګیربیاجیو علی والش،د اسلام له پاک دین سره خپله ګروهنه او  له مبارزو څخه زیاته له قرآن څخه مرستې ته دګروهمنیدا خبره کړې ده .

ایکنا نیوز البطوله  له قوله راپور راکړ، د باکسنګ دنړیوال اتل خدای بخښلي محمد علی کلې لمسي بیاجیو علی والش  چې د ایم ائي اي ترکیبی رزمی هنرونو په زمینې کې فعالیت کوي ،د اسلام له پآک دین او دهغه له دستورو سره  دخپلې ګروهنې  و همداراز له سیالیو څخه زیات د قرآن کریم له تلاؤت سره ددلچسپۍ  خبره کړې ده.

هغه د قطرله بی این سپورټز سره په یوې مرکې کې ووئيل، زه یو معمولی لوبغاړی یم د خپل نیکه محمد علی کلی  په باب د ډيرو شیانو په اوریدو سره  لوي شوی یم او په نهایت کې  هغه ډيرې ښې اغیزې چې  زما نیکه په دې دنیا کې پریښودلي دي او هغه څه  چې  هغه پخپل ژوند کې ترلاسه کړي دي ،خبر شوی یم.

هغه په دوام کې ووئيل، زه او زما ورور تل دغه رابطه پټوله، ځکه نه مو غوښتل  دهغه د نامې په سیوري کې باقي پاتې شو، پر دې اساس ترهغه مهال چې لوي شوم، دغه چاره تل  یو راز ؤ .ما هیڅکله هم  د خپل نیکه   په کورنۍ نامې سره ګډون ونه کړ.

 په عین حال کې له ځينو بدلونونو وروسته اوس له کورني میراث او  خپل دینی لیدتوګو سره ګروهمن شوی یم ،  هروخت غوسه کیږم ،نو قرآن کریم تلاؤت کوم څو آرامه شم .

بیاجیو علی والش په دوام کې وائي ،  غواړم خپل دین ته توجه بیرته پیل کړم ،ځکه  مسلمان او په مسلمانې کورنۍ کې زیږیدلی یم ، لمونځ او هر هغه څه چې زما دین ئې  ضروري ګڼي ترسره کوم ئې ، خو  داسلام په باب ډير څه باندې نه پوهیږم . سږکال مو په ژوند کې د لومړي ځل لپاره د قرآن  لوستل پیل کړل . دغه کار ماته  ډير زیات آرامښت راکړ او له ماسره ئې ډيره مرسته وکړه او  ددې په مهربانۍ او مرستې سره وتوانیدم په تمریناتو  او پخپل کاری پرورګرام کې بریالی شم.

https://iqna.ir/fa/news/4188028

captcha